اجتماعی
د اجتماعي نظام په اړه امام اوزاعي موږ ته داسې پېغور راکوي: «چا ته مې وویل: داسې ځای کې یو کور آخلم چې خلک یې غیبت، حسد او بد بیني نه کوي، هغه له لاسه ونیولم او هدیرې ته یې بوتلم او راته وویل: دلته کور واخله!».
موږ ولې د اسلامي ټولنې په جوړولو کې پاتې راغلو یو لامل یې زما په آند دادی، چې موږ د ټولنجوړونې د احادیثو او آیتونو په تشریح او توضېح کې پاتې راغلي یو، متاسفانه دغه وخت، وړتیاوې او امکانات مو فرعي اختلافي موضوعګانو ته ورکړي دي، چې دوست او غلیم دواړه پیغورونه راکوي.
د نظم، عدالت، متقابلې مینې، همکارۍ، متوازنې پوهې، پرمختیا، له توپيره پرته د متوازن عقلي ارتقاء او عاطفي سپېڅلتیا پر محور د ټولنیز جوړښت رامنځته کول له نارينه او ښځينه ونه د قرآن اساسي غوښتنه ده، خو موږ داسې ټولنه د عمل په ډګر کې جوړه نشو کړای، دلته ډېر له لوږې مري او لږ د ټول ملت پر مال پرلت وهلی.
الله تعالی فرمايي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ الله أَتْقَاكُمْ إِنَّ الله عَلِيمٌ خَبِيرٌ».[1]
(اى خلكو! چې تاسو مو له يو تن څخه پيدا كړئ او له هماغه یوه تن نه يې د هغه جوړه منځته راوړه او له دې دواړو نه يې په نړۍ كې ډېر نارينه او ښځې خواره كړل.
اړتيا د ټولو حل وي او امتيازات هر څوک د مشروع او کره فعاليت له لارې ترلاسه کولای، پر حلالو شتمنیو ویاړ او پر حرامو شرمېدل د هر انساني ضمیر رښتینی او آخري ارمان وي، نه څوک پرخپل قوم وشرمېږي او نه څوک پرې ووياړي قوم او قبيله یواځې د پېژندګلوۍ وسيله، خلکو سره ښېګڼه، سپېڅلتيا او وړتيا پالنه د لوړتیا او ځوړتیا معیار او محک وي، نارينه پخپل نارينتوب او ښځينه پر ښځمنتوب ووياړي او يو بل د شريعت له غوښتنو سره سم وپالي، هر څوک هومره غوره وي چې خلک يې له ګواښ و زیانه خوندي وي، د درنښت محور تقوى وي په قوم نه څوک سپک وي، نه دروند، کشران د مشرانو له خواخوږۍ، مشران د کشرانو له درناوي او پوهان د ټولنې له ملاتړ او ټولنه د علماوو د رغنده فعالیتونو، عاقلانه طرحو، رضاکارانه خدماتو، د عقلونو او عواطفو په وده کې د منتجو مادي او معنوي نقش له ادا کولو څخه برخمن وي.
د مشرانو پخې، ترخې، خوږې او رڼې تجربې د کشرانو د ذهني ارتقاء، عاطفي سلامتيا، جسمي پياوړتيا اجتماعي پرمختيا او پراختيا مخه هواره کړي، کشران خپل مشران په مينه ونازوي، په ګټورو خدمتونو يې وپالي او پخپلو درنو اخلاقو، لوړو کارنامو او پايلنو چارو يې ولمانځي.
لاندې نبوي حدیث ته په کتو خپل اسلام او مسلماني چې نړۍ ته څه ډول تمثیلوو؟!
عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الْأَشْعَرِيِّينَ إِذَا أَرْمَلُوافِي الْغَزْوِ، أَوْ قَلَّ طَعَامُ عِيَالِهِمْ بِالْمَدِينَةِ، جَمَعُوا مَا كَانَ عِنْدَهُمْ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ، ثُمَّ اقْتَسَمُوهُ بَيْنَهُمْ فِي إِنَاءٍ وَاحِدٍ بِالسَّوِيَّةِ، فَهُمْ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُمْ». [رواه البخاري: 2486].
(له ابو موسى رضي الله عنه نه روايت دى چې وايي: پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل: دا اشعريان چې په جهاد کې بې خرڅه شي يا يې په مدينه کې د کورنيوخواړه کمه شي نو ټولو سره چې هر څومره وي، هغه په يوه څادر کې راغونډ او بيا يې مساوي توګه خپلو کې په يوه لوښي سره تقسيم کړي نو دوى زما او زه د هغوى يم).
پورته نبوي حدیث ته په پام هغه ملیونران چې ملي پانګه يې لوټ او ولس یې لوڅ کړ، څو توته ارزښت او څو ګرامه درنښت لري؟ عزتمنو ځوانانو ته زما توصیه ده چې د خپلو لوټمارو پلرونو پانګه بېرته پر ملت ولګوئ چې راتلونکې نسل ته مو سترګې ټېټې او په آخرت کې مو خپل مولا ته غاړه خلاصه وي.
[1]. الحجرات: ١٣.
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید