حلم او فقه
حلم
په سزا ورکولو کې بیړه او غوسه نه کول، چارې په سنجش او دقت سره پرمخ وړل، د لورنې، مينې او عدل له مخه انسان ته په حکیمانه بڼه عاطفي، عقلي، رواني او اجتماعي وده ورکول حلم دى.
فقه
فقه یعنې ژوره پوهه، په منل شويو قواعدو کره پوهې ترلاسولو ته فقه وايي.
ایا زموږ تعلیمي نصاب، ښوونکي، ښوونیز نظام، نصاب او روزنیز چاپېریال فقهاء موږ ته راکولای شي؟
عبدالله بن عباس چې پورته تعريف يې کړى، علماء د هغه په اړه وايي:
«عَبْدُ الله بْنِ الْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ حَبْرُ الْأُمَّةِ وَعَالِمُهَا وَتُرْجُمَانُ الْقرآن رضي الله عَنْهُ».[1]
عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب د امت ستر عالم دی، لويه پوهه لري او د قرآن کریم ترجمان دی.
عبدالله بن عباس ته رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دعاء کړې ده: «اللَّهُمَّ فَقِّهْهُ فِي الدِّينِ وَعَلِّمْهُ التَّأْوِيلَ واجعله من أهل الإيمان».[2]
(ای الله تعالی په دین یې ښه پوه کړه، تاویل ورته وښیه، له ایمانوالو څخه یې وګرځوه).
په بل روایت کې راځي چې: «اللهم عَلِّمْه الحكمةَ».[3] (ای الله تعالی د دین د تطبیق دیني طریقه ورته وښیه). په بل روایت کې راځي چې: «اللهم عَلِّمْه الكتابَ ».[4](ای الله تعالی د کتاب علم ورته وښیه).
که څه هم په اسلامي ټولنو کې د فقهې د تعریف په اړه زیانمن نظر خپور دی. د دوی په اند فقه د لمانځه، اوداسه، نکاح، پېر و پلور په اړه د اسلامي احکامو د فرعي موضوع ګانو هغه پوهې ته وايي، چې له شرعي دلایلو څخه اخستل شوې وي، چې هغه هم پر فرعي او ناندریزو موضوع ګانو باندې افراطي ټینګار کوي او د وختونو د ضیاع د استعدادونو د ځپنې او د رخو او بد بینیو د خپرېدا لامل ګرځي. د دې موضوع ګانو پر سر باید د حق او باطل په نامه ناندریزې ډلې رامنځته شي.
په داسې حال کې چې انساني ټولنې په عامه توګه او اسلامي ټولنې په ځانګړي توګه سیاسي فقه، اقتصادي فقه، کورنۍ فقه، اداري فقه، تدریسي فقه او له بحران نه د نجات فقهي اړتیا لري د پخوانیو فقهاوو لیکنو ته که ځیر شو، له هغو سره فقه د ژوند په ټولو برخو کې د الهي عملي حکمونو پېژندنې ته له تفصلي دلائلو اخستل شوې وه، ویل کېده چې د حکم مراتب یې هم پېژندل شوي وو چې حلال: فرض، واجب، سنت، مستحب، مباح او حرام: حرام، مکروه تحریمي، مکروه تنزیهي او داسې نور.
همداسې د پخوانیو فقهاوو په لیکنو کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي فقه هم تر سترګو کېږي. معاصرو علماوو هم په دې اړه خپل نظر ښودلى دى، چې په دې اړه وګورئ: فقه السیره د محمد رمضان البوطي، فقه السیرة د محمد الغزالي، فقه الاسره د وهبة الزحیلي او فقه الزکاة د دکتور یوسف القرضاوي، ..، رحمهم الله تعالی په دې کتابونو کې بحران حلوونکی ديني نصاب او ګټور او نوښتګر ميتودونه دي، چې بايد عام شي او د نصاب په کرونه کې يې له دود، ميتود او منځپانګې څخه ګټنه وشي.
د فقهې له دې ډولونو نه د بې غورۍ له امله متأسفانه د بشري ستونزو ژوندیو پوښتنو ته اسلام ژوندی قرآن، سنت، فقه او اسلامي مفکرینو په تحليلي، علمي او دفاعي لیکنو کې ځوابونه لري، خو مسلمان یې په منتجه بڼه عملي ژوند او د دين په تطبيقي کړنلار کې نه لري. په نظر کې يو څه شته ؛ خو په عمل کې ډېر تت او کم څه برېښي او متاسفانه په پایله کې هېڅ نه لرو.
اِبْن الْأَعْرَابِي رحمه الله په دې اړه داسې وايي: «لَا يُقَال لِلْعَالِمِ رَبَّانِيّ حَتَّى يَكُون عَالِمًا، مُعَلِّمًا، عَامِلًا».
(هر عالم ته تر هغه رباني نشي ویل کېدای چې عالم، معلم او عمل کوونکی نشي).
يعنې هغه علم چې مثالونه خلکو ته بيانوي او خپله د خپلو خبرو ممثل نه وي هغه عالم نه دی هغه د علم وياند دی. محمدصلی صلى الله وسلم او اصحاب چې بشري پرګنو ته روښانه لمر او روڼ سباوون شول لامل یې په لاندې حدیث کې ولولئ!. «عَنْ أَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ قَالَ: حَدَّثَنَا مَنْ كَانَ يُقْرِئُنَا مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ ﷺ، أَنَّهُمْ كَانُوا”يَقْتَرِئُونَ مِنْ رسول الله ﷺ عَشْرَ آيَاتٍ”، فَلَا يَأْخُذُونَ فِي الْعَشْرِ الْأُخْرَى حَتَّى يَعْلَمُوا مَا فِي هَذِهِ مِنَ الْعِلْمِ وَالْعَمَلِ، قَالُوا: فَعَلِمْنَا الْعِلْمَ وَالْعَمَلَ».[5]
(له ابی عبدالرحمن نه روایت دی، چې موږ له کومو اصحابو نه قرآن کریم زده کاوه، هغوی به موږ ته ویل: دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه لس آیتونه زده کول، تر هغه به يې نور آیتونه نه زده کول چې په علم او عمل باندې يې ځان ښه پوه کړی نه وه دوی به ویل: علم او عمل مو غبرګ زده کړل).
عَبْدَ الله الرَّازِي رحمه الله وايي: (د معرفت درې لارې دي: علم، پر علم عمل، پر علم ډارېدل).[6]
پر علم د ډار معنا دا ده، چې هسې نه د ظلم او ظالم د ملاتړ لپاره وکارول شي.
عَلِيِّ بن الْمَدِينِي رحمه الله وايي: «إِنَّمَا نُقِلَ إِلَيْنَا هَذِهِ الْأَحَادِيثُ لِنَسْتَعْمِلَهَا، لَا لِنَتَعَجَّبَ مِنْهَا». [7]
(دا علمي خبرې موږ ته د عملي کولو لپاره راغلي دي، نه زموږ د حیرانولو لپاره).
شُعْبَةَ بْنَ الْحَجَّاجِ رحمه الله وايي: «بِاللَّيْلِ تَكْتُبُونَ وَبِالنَّهَارِ تَسْمَعُونَ فَمَتَى تَعْمَلُونَ؟». [8]
(د شپې لیکئ، د ورځې اورئ، کله یې عملي کوئ؟).
ابن تيميه رحمه الله اورېدل او نه پوهېدل، یا پوهېدل او نه عملي کول رټلی عمل ګڼي: «فَلَوْ سَمِعَهَا السَّامِعُ وَلَمْ يَفْهَمْهَا كَانَ مَذْمُومًا وَلَوْ فَهِمَهَا وَلَمْ يَعْمَلْ بِمَا فِيهَا كَانَ مَذْمُومًا بَلْ لَا بُدَّ لِكُلِّ أَحَدٍ عِنْدَ سَمَاعِهَا مِنْ فَهْمِهَا وَالْعَمَلِ بِهَا».[9]
(د قرآن اورېدل او پرې نه پوهېدل مذموم عمل دی، كه پرې پوه شو او عملي یې نه کړ، مذموم عمل دی، اورېدونکی باید ځان پوه کړي او پوه یې عملي کړي)
دې وینا پر بنسټ پوهیږو چې د قرآن کریم د حفظ او زدکړې لپاره څه ډول نصاب جوړ کړو بې درده وګړيو ته بې تدبیره، بې معنا او بې پایلې قرآن کریم ننه ایستل، د باتدبير او معنا واله قرآن کریم له اهدافو سره خیانت او جفا ده. له لورنده چاپېریال سازۍ پرته د قرآن کریم تدریسول، د قرآن کریم له روح سره جفا او د عملي منحرفينو او د قرآن کریم په جامه کې د تحريفوونکو د ایجاد مرکز دى.
موږ له ثواب نه انکار نه کوو چې ګوندې بې له معنی د قرآن لوستل ثواب نلري، ثواب خو ځکه لري چې د الف لام ميم په معنا يواځې الله تعالی او رسول ښه پوهېږي، خو بيا هم پېغمبر داسې فرمايي: د قرآن په هر حرف انسان ته لس نېکۍ ورکول کېږي زه نه وايم چې الف لام ميم يو حرف دی بلکې الف جدا لام جدا او ميم جدا حرف د
[1]. النسايي ، الامام أبي عبد الرحمن أحمد بن شعيب ، السنن الكبرى للنسائي ج 7 ، ص 321.
[2]. الحاکم النیساپوري، ابو عبدالله محمد بن عبدالله الحاکم ، المستدرك على الصحيحين ، ج۳ ، ص ۵۳۶.
[3]. ابن الأثير ، مجد الدين بن محمد بن محمد بن محمد ابن عبد الكريم الشيباني الجزري ، جامع الأصول في أحاديث الرسول ج 9 ، ص 64.
[4]. ابن الأثير ، مجد الدين بن محمد بن محمد بن محمد ابن عبد الكريم الشيباني الجزري ، جامع الأصول في أحاديث الرسول ج 9 ، ص 63.
[5]. الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 38 ، ص 466 حدیث حسن.
[6]. ابوبکر ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني ، أبو بكر شعب الإيمان ، ج 3 ، ص 293.
[7]. ابوبکر ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني ، أبو بكر شعب الإيمان ، ج 3 ، ص 308.
[8]. ابوبکر ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني ، أبو بكر شعب الإيمان ، ج 3 ، ص 308.
[9]. ابن تيمية, تقي الدين أبو العباس أحمد بن عبد الحليم بن عبد السلام بن عبد الله بن أبي القاسم بن محمد ابن تيمية الحراني الحنبلي الدمشقي. مجموع الفتاوى ، ج 23 ص 147.
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید