دویم فصل: دروند قرآن، سپکچاری
دروند قرآن، سپکچاری او سپکبولی مسلمان
نن او پرون بشري نړۍ له هغو قیادتونو څخه ډېره کړېدلې او ځورېدلې چې د خبرو کچه یې لوړه او د کار او پایلو کچه یې ټيټه وي، پخپلو ساحرانه الفاظو له خلکو شته ستونزې هېروي، تخیلي او احتمالي زیانونو ته يې په زړه راښکونکو ویناوو او پروپاګند سره وېروي او هيله من کوي او د بشري پرګنو شخصیتونه، د پرمختګ فرصتونه او استعدادونه ضایع کوي.
قرآن کریم د خوله ورو، کړتنو او چټې بولو د کاري کیفیت پایلو او د تشو ویناوو ګواښ او زیان ته مو داسې ځیروي.
«وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ الله عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (٢٠٤) وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ (٢٠٥) وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ الله أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (٢٠٦)».[1]
(په انسانانو كې ځینې داسې دي چې خبرې يې د دنيا په ژوند كې تا ډېر حیرانوي او پر خپلې نېك نيتۍ بیا بیا الله تعالی شاهد نيسي، خو په حقيقت كې د حق ډېر سخت دښمن وي، (خو) كله چې ستانه شي (او واک ته ورسېږي)، نو په ځمكه كې د فساد لپاره هلې ځلې کوي، کروندې لوټ كړي او انساني زوزات له منځه يوسي په داسې حال كې چې الله تعالی (هغه ذات چې هغه به شاهد نیوه) هېڅكله فساد نه خوښوي او كله چې ورته وېل كېږي چې له الله تعالی نه ووېرېږه ؛ نو د خپل عزت او جاه فکر يې پر ګناه ټينګوي. د داسې بنيادم لپاره دوزخ کافي دى او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى).
د تشو لاپو او بې کاره مشرتابه د مبارزو پایلې شهیدان، یتیمان، کونډې او مظلومان وي، خو د کارنده مخکښانو د هڅو او هلو ځلو پایلې د اجتماعي عدالت پر چورلیځ د بشري منابعو را برسېرونه، د طبیعي سرچینو راسپړنه، ټولنیز انکشاف، اقتصادي پرمختیا، اخلاقي روزنه، حقوقي پالنه او د ګټورو چارو د ترسراوي له لارې د مادي او معنوي پرمختګ له پلوه د ولسونو بسیا کېدنه ده.
قرآن کریم د بې عمله کړتن عقلي اعتبار او باور تر پوښتنې لاندې راولي، د عقلي کمزورۍ په پرتله انسان د خپلو ښو ویناوو پر خلاف کار، یا د خپلو کارونو تر کچې پورته خبرې کوي، که یو انسان د نورو خلکو پر ښو ویناوو عمل نشي کولای، روزنیز پړاوونه به یې په طبیعي او تدریجي ډول نه وي ترسره کړي، له داسې روزل شویو کسانو سره روزنیز سیستمونه پکار اچول کېږي او د نېکچارۍ اتلان ترې جوړېږي.
خو د هغو بد کارو چې خپله ښې خبرې کوي، درملنه ډېره سخته او ناشونې ده، ځکه داسې خلک د غرور په لومه کې نښتې دي. هغه خلک چې ښې ویناوې زده کوي او نورو ته یې وايي او د خپل جسم، روح، عقل او روان د ژمنې، روزنې او پالنې په اړه بې پروا دي، په حقیقت کې دوی خپل ځان پخپل لاس ځپي.
دوی خپل ټولنیز باور، کاري وړتيا او فطري سپېڅلتيا له لاسه ورکوي، ځکه عاقل انسانان ډېر لږ پر غوړو خبرو، ساحرانه ویناوو، تېر ایستونکو تودو شعارونو راڅرخي، عاقلان او هوښیار خلک له وینا والو څخه د عمل، نتیجې او با کیفیته تولید غوښتنه لري او شېبې ورته شماري، که څوک پکې پاتې راشي ؛ هوښیاره او عزتمنه ټولنه یې شړي، د خبرو اعتبار یې له منځه ځي او په عاقله ټولنه کې د بيا تقرر مخه نه لري.
په پرمختللو وګړو او سپېڅلو ټولنو کې د ټولنې له خوا بد کاري وینا وال رټل کېږي او بیا په ټولنه کې د اعتبار د ترلاسولو مخه نه لري. خو په وروسته پاتې ټولنو کې تش تپاک، کمعقلې طرحې، کاغذي مشران، بد عمله ویاندویان، د خپلو ولسونو د ګټو پر خلاف د پرديو غوړبولي نوکران او پرديپاله چاکران اتلان ښکاري.
عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ قَالَ قَالَ رسول الله ﷺ: «أَخْوَفُ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ جِدَالُ الْمُنَافِقِ عليم اللسان ».[2]
(له عمران بن حصین نه روايت دی، چې رسول اللهﷺویلي دي: ستاسو په اړه له هغه لانجمن منافق نه وېره لرم چې غوړه او پوهه ژبه لري).
کله چې ښوونیزه برنامه ژبه پیاوړې او نور غړي غیر فعال شي، همدې ته نفاق وايي، متاسفانه زموږ ښوونیز جریان ذهن او ژبه پیاوړې کوي او نور غړي نا کاره کوي.
مناوي رحمه الله د پورته حدیث په اړه داسې وايي: «ژبه یې هوښياره او پوهه، عقل، عاطفه او عمل يې د ناپوهانو دی، علم يې د خوراک ذریعه ده، خپل ظاهري دباو یې پرخلکو کېنولی او ظاهري شوشا لري، د علم په وسیله ځان تر نورو دروند او لوی ګڼي، خلک الله تعالی ته رابلي او خپله له الله تعالی نه تښتي، د نورو خلکو پر عیبونو نیوکې کوي او خپله تر هغو بدتر کارونه کوي، خلکو ته ځان د عباداتو پابند ښيي او په پټه ستر ستر ګناهونه کوي، کله چې یواځې شي په سپين لباس کې سم لېوه وي، د داسې خلکو له ملتیا څخه رسول الله صلى الله عليه وسلم منع کړي یو، هېڅوک باید د دوی په پستو او خوږو ژبو ونه غولیږي او د ده د ګناهونو په اور کې ونه سوځیږي او په بدبویۍ يې ونه وژل شي». [3]
يحي بن معاذ به بد عمله ویناوالو علماوو ته داسې ویل: « ای د دنګو ماڼیو خاوندانو مانۍ مو قیصریزې، کورونه مو کسرایز، دروازې مو ظاهري، بوټان مو جالوتي، سپرلۍ مو قاروني، لوښي مو فرعوني، ګناهونه مو جاهلي، تګلاره مو شیطاني، محمدي توب او نړېوالتوب مو په څه کې دی؟… په ویناوو کې دومره بوخت يئ، چې عمل درنه پاتې شوی دی، جبار او متعال الله به مو چاره وکړي».[4]
متاسفانه زموږ ښوونیز نصاب موږ ته ژبنۍ روزنه راکوي، په داسې حال کې چې اسلام له موږ نه تعادل غواړي، په دې معنا چې د بدن سل ګرامه انرژي باید پر ژبه، لاسونو، پښو، سترګو، غوږونو، دماغ، احساس او پر ټول بدن باید مساوي او عادلانه ووېشل شي. هومره چې د یو انسان ژبه کار کوي باید لاسونه، پښې او د بدن نور غړي یې هم کار وکړي او که يې ونه کړه ؛ نو منافقت دی.
که له مانه زموږ د ټولنې د تباهۍ د لامل پوښتنه وشي، نو کم عقله خوله ور مشران، کاڼي زړي ژبور سياستوال او بې تدبیره مدیران د خپلو بدبختیو اصلي عاملین ګڼم، چې په لوړو مقامونو کې خپلو سپکو موخو ته د رسېدا تلوسه لري او بیا د ملي شتمنیو پر خیرات ژبور او قلموال خپلې ستاینې ته پېري.
لاندې حدیث موږ ته زموږ ستونزه مشخصوي او حللار هم راته ښيي.
«عن حزام بن حكيم بن حزام عن أبيه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال إنكم قد أصبحتم في زمان كثير فقهاؤه قليل خطباؤه كثير معطوه قليل سؤاله العمل فيه خير من العلم وسيأتي زمان قليل فقهاؤه كثير خطباؤه كثير سؤاله قليل معطوه العلم فيه خير من العمل». [5]
( له حکیم بن حزام نه روایت دی، چې نبي علیه السلام وویل: تاسو داسې زمانه کې اوسېږئ چې فقهاء پکې زیات دي، خطیبان يې لږ دي، د علم خپروونکي ډېر او پوښتونکي لږ دي، عمل پکې تر علم غوره دی او داسې وخت هم راتلونکی دی چې فقهاء به لږ، خطيبان به ډېر وي پوښتونکي به ډېر وي، د علم خپروونکي به لږ وي، علم به تر عمل غوره وي) [6]
په دې حدیث کې رسول الله موږ دې ته ځیروي چې داسې بشري پرګنه مې وروزله چې تر غږېدو پوهېدو او ځیرمنېدو ته لېواله دي، تر پوهېدو عمل ته ځير دي، تر پوښتنو تفکر، تعقل او ځان ارزونې ته ځير دي، که نبوي منهج له لاسه ووت، بیا به خلک تر پوهېدو مخکې خبرو ته وارخطاء وي، پوښتنې به د تشې بوختیا په موخه ډېرې کوي، له عقلي او عاطفي پرمختیا نه مخکې ژبنۍ پرمختیا او شعاريزه پیاوړتیا ترلاسوي، د دوی د خولې شور به ډېر، شعارونه به یې غوړ اما عقلونه به یې له پوهې، هوښیارۍ او ویښتیا عواطف به یې له مینې، مهربانۍ او زړورتیا خالي وي.
په نصاب کې نبوي سنت ژوندي کول د اسلامي امت د ژغورنې بنسټ دی، خو دغه بنسټ له مسلمانانو څخه د سیاسي، اقتصادي او فکري استقلالیت غوښتنه لري، متاسفانه څه موږ نبوي روزنیز نصاب ته ژمن نه یو او تر ډېره بریده ښکېلاکګران مو نبوي نصاب جوړولو او پلي کولو ته نه پرېږدي او په دې هم پوهیږي تر هغو چې نبوي نصاب په بشري پرګنو کې دود نشي بشري نړۍ له شته جنجالونو نشي خلاصېدای، اى کاش چې مسلمانان نبوي ښوونيز او روزنيز دود لپاره تطبيقي خاکه او طرحه جوړه کړي.
[1]. البقرة: ۲۰۴-۲۰۶.
[2]. ابن حبان ، ابو حاتم البستي محمد بن حبان بن التميمي ، ابن حبان: ج ۱ ، ص ۲۸۱.
[3]. المناوي ، زين الدين محمد المدعو بعبد الرؤوف بن تاج العارفين بن علي بن زين العابدين الحدادي ثم المناوي القاهري فيض القدير شرح الجامع الصغير ، ج 2 ص 419. عربي متن یې: (كثير علم اللسان جاهل القلب والعمل اتخذ العلم حرفة يتأكل بها ذا هيبة وأبهة يتعزز ويتعاظم بها يدعو الناس إلى الله ويفر هو منه ويستقبح عيب غيره ويفعل ما هو أقبح منه ويظهر للناس التنسك والتعبد ويسارر ربه بالعظائم إذا خلا به ذئب من الذئاب لكن عليه ثياب فهذا هو الذي حذر منه الشارع صلى الله عليه وسلم هنا حذرا من أن يخطفك بحلاوة لسانه ويحرقك بنار عصيانه ويقتلك بنتن باطنه وجنانه).
[4]. المناوي ، زين الدين محمد المدعو بعبد الرؤوف بن تاج العارفين بن علي بن زين العابدين الحدادي ثم المناوي القاهري فيض القدير شرح الجامع الصغير ، ج 2 ص 419. عربي متن یې: « وكان يحيى بن معاذ يقول لعلماء الدنيا يا أصحاب القصور قصوركم قيصرية وبيوتكم كسروية وأبوابكم ظاهرية وأخفافكم جالوتية ومراكبكم قارونية وأوانيكم فرعونية ومآثمكم جاهلية ومذاهبكم شيطانية فأين المحمدية والعالمية. . . اشتغلوا بالأقوال عن الأفعال وسيكافئهم الجبار المتعال».
[5] . الطبراني سلېمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي ، أبو القاسم الطبراني معجم الطبراني الكبير ج 3 ص 153.
[6] . الطبراني سلېمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي ، أبو القاسم، معجم الطبراني الكبير ج 3 ص 153.
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید