د قرآن کریم نومونه او صفتونه، ښوونيز – روزنيز نقش او آثار (د کتاب په اړه د افغانستان د علومو اکادیمۍ نظر)
تقریظ
الحمدلله الذی انزل القرآن على عبده محمد من بني عدنان عليه افضل التسليمات و صلوات المنان ، و اودع فيه حکمه من شتى علوم القرآن ، و شرح نبيه و صفيه ببسط و بيان و على آله و ازواجه و ذرياته و صحابته و امته من الانس و الجان.
و بعد:
د ] مَنُّ الْحَلِيمِ الْمَنَّانِ فِيْ عُلُومِ الْقُرْآنِ [ لړۍ د (د قرآن کریم نومونه او صفتونه، ښوونيز – روزنيز نقش او آثار) اثر چې د قدرمن استاد محمد ناصر حليمي ليکنه ده ، د علومو اکاډمۍ د مشرتابه لخوا د کره کتنې په موخه د تفسير او حديث مرکز ته راستول شوى و ، نوموړى اثر د تفسير او حديث مرکز له خوا په شپږو برخو وويشل شو او هره برخه يې يوه استاد ته د کره کتنې لپاره وسپارل شوه ، چې يادو استادانو:
څېړنوال عبدالرحمن عادل
څېړنپوه نورالحق عزيزي
څېړندوى محمد امان رسولي
څېړنوال ويس الدين نوري
څېړنوال نجيب الله امين
څېړنوال عبدالرحمن حامد
له خپله اړخه خپل نظرونه جوت کړي ، چې په ټوليزه توګه يې نوموړى اثر د قرآني علومو په برخه کې ډېر مهم او په زړه پورې بللى دى.
د علوم القرآن موضوع ډېره مهمه موضوع ده ، چې علماوو په دې اړه زيات کتابونه او رسالې ليکلي دي ؛ خو د ښاغلي مولوي محمد ناصر حليمي ليکنه ځکه ډېره د ستاينې وړ ده ، چې په روانه او عام فهمه خوږه پښتو ژبه يې داسې په زړه پورې او ارزښتناک بکر اثر ليکلى دى ، چې سارى يې کم ليدل کېږي او په افغاني ټولنه کې د اسلامي فرهنګ په بډاينې کې ستر رول لري.
نوموړي په خپل دې اثر کې د افغاني ټولنې له اوسني روان کړکېچ څخه د بريالي راوتو يوازنى نسخه په قرآن کې تشخيص کړې ده ، چې په تطبيق سره به يې د دې ناورين ځپلې ټولنې مړاوې هيلې او اميدونه يو ځل بيا راتاند او د ژوند اصلي موخه به ورسره تر لاسه شي.
نوموړي اثر ته ډېر په زړه پورې نوم غوره شوى د ]من الحليم المنان فى علوم القرآن[ لړۍ (د قرآن کريم نومونه او صفتونه، ښوونيز-روزنيز نقش او آثار) چې دا د دې څرګندونه کوي ، چې د نوموړي اثر لوستل هر انسان لپاره ډېر مهم دي.
په دې اثر کې قرآني آيتونه ، نبوي احاديث او د علماوو اقوال په ډېره امانتدارۍ د شاهد او دليل په توګه راوړل شوي ، هر نقل قول او په لمنليک کې او دغه راز د اثر په اخر کې د ماخذونو په ليکلړ کې ذکر شوي دي.
د عناوينو او فصلونو ترتيب ته پوره پاملرنه شوې ده ، مطالبو ته له عنوان سره سم منطقي تړاو ورکړ شوى دى ، په کومو آيتونو چې استدلال شوى له مطلب سره د هغه ارتباط او مناسبت ته پوره پاملرنه شوې ده او پاراګرافونو ته هم پوره توجه شوې ده.
تر هر څپرکي لاندې د لنډې سريزې په توګه د موضوع د ښه وضاحت لپاره څو کرښې ليکل شوي دي ، چې د کتاب ارزښت يې څو برابره زيات کړى دى.
د پورتنيو ښېګڼو په لرلو سره د نوموړي اثر چاپ ته وړاندې کېږي ، چې ګټه يې عامه او د علم خپرونه تر سره شي.
د يادونې وړ ده ، چې نوموړو استادانو د مولوي محمد ناصر حليمي له احساس او اخلاص څخه چې له قرآن کريم ، هېوادوالو سره يې لري ، د زړه له کومې مننه کوي او د رب العزت له درباره ورته د زياتو برياوو غوښتونکي دي ، قلم يې تاند په ژوند ، علم او عمر يې برکت شه.
په درنښت
د تفسير او حديث مرکز رياست
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید