رباني
رباني
مخکې مو یادونه وکړه چې رباني هغه چا ته وايي، چې پخپله يې د عقل، عواطفو، جسم او اجتماع له پلوه متوازنه وده کړې وي، د لا زیاتې ودې پر لور روان وي او نورو ته هم هر اړخیزه وده ورکولای شي.
خو دلته د لاندې علماوو تعریفونه وړاندې کوو: عبدالله بْنِ عَبَّاس رضي الله عنهما وايي: «وَلَكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ: حُلَمَآءَ، فُقَهَآءَ». ( تاسو رباني شئ، یعنې حلیم او فقیه شئ).
د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما په نظر د رباني معنا یو حلم دی او بل فقه موږ به دلته فقه او حلم تعریف کړو چې د رباني روزنیزه او ښوونیزه اصطلاح سم تعریف شي.
. الندوي ، السيدابوالحسن على الندوى ، ربانیة لا رهبانیة ، محمد الغزالي رکایز الایمان ته مراجعه وکړئ په دې اړه ارزښتناکې مرغلرې لري.
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید