عقیده
اسلامي عقیده د انسانانو د ذهني، عقلي، روحي، جسمي سلامتیا او ودې لپاره په داسې بڼه راغلې چې انسانانو ته د ژوند په ټولو اړخونو کې د پرمختګ مخه ورکوي، د انسان پټ او ښکاره استعدادونه پنځوي، ویښوي، پوهوي، رڼوي او پایله والو چارو ته يې هڅوي او چمتو کوي، چې د خالق او مخلوق د حقونو ساتنه تضمین او د انسانانو ترمنځ د مینې، مهربانۍ او متقابلې همکارۍ پر اساس فکري، علمي، عملي او اجتماعي انسجام راشي، اعتقادي عدالت دی او عکس يې په همغه تناسب اعتقادي ظلم دی.
الله تعالی وايي چې رښتینې عقیده انسان له اجتماعي، عقلي، اورواني پلوه ژوندی کوي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا اسْتَجيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ الله يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ».[1]
(اى مؤمنانو! د الله تعالی او د هغه د پېغمبر بلنې ومنۍ، كله چې پېغمبر تاسې ته د هغه څه په لورې بلنه دركړي چې تاسې ته ژوند بښونكي دي او وپوهېږئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځه دېوال دى او هماغه ته به تاسې ورستنېږی).
«لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانیونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ».[2]
(ولې د دوى علماء او نېکان دوى له ګناه وينا او د حرامو له خوړلو څخه نه منع كوي؟ په باوري توګه د ژوند ډېره بده كارنامه ده، چې هغوى يې تياروي).
«اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ».[3]
(دوى له الله تعالی پرته خپل عالمان او روحانیون خپل اربابان نیولي دي).
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ».[4]
(اى مؤمنانو! د زياترو علماوو او روحانیونو حال دا دى چې هغوى د خلكو مالونه په ناروا لارو خوري او د الله تعالی له لارې څخه خلک منع كوي او پر هغو خلكو چې سره او سپين زېرموي او د خداى په لار یې نه لګوي، د دردناكې سزا زېرى وكړه).
دیني علماء مکلف دي چې د انسانانو د ژوند، عقل، حیثیت، مال او دین د ساتنې او د ټولګټو موخو د تر لاسي لپاره داسې علم محوره عملي او عزت ښانده منتج زیار وګالي چې د ظلم د ټولو ډولونو ټغر ټول کړای شي.
[1]. الانفال: ۲۴.
[2] . المائده:۶۳.
[3]. التوبة: ۲۱.
[4]. التوبه: ۳۴.
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید