سر مقاله

سر مقاله

بسم الله الرحمن الرحیم

سرمقاله (۱)

مومن  حاکمان او ناژمن حاکمان

حاکمان د ملتونو د عروج او زوال اساسي لاملونه دي، که دوې مومنان و، ټولنه سمه، خلک پرمختللي، د انسان، څاروي او نبات ژوند پکې هوسا وي، که حاکمان نا ژمن او د خپلو هوسونو مریان وي ټولنه تباه، خلک یې نیمګړي، د څاروي، نبات او انسان ژوند پکې پيکه حیثیت يې سپک، ارزښت او درنښت یې له شنت سره برابر وي.

قرآن کریم وايي چې موږ نا ژمن ولسونه او تمدنونه له منځه وړي دي، ځکه الله تعالی ظلم او ظالم ته په بیړه سزا ورکوي او نه یې پرېږدي چې بنده ګان یې وځوروي او وربړوي، لاندې ایت ته ځیر شئ!

فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ (13) سورة ابراهیم

الله تعالی دوې ته وحي وکړه چې ظالمان تباه کوو.

په قرآن کریم د مومنو واکمنانو او نا ژمنو چارواکو تر منځ عملي توپیرونه شوي دي، د دواړو عملي سمبولونه ښودل شوي دي، چې مومن واکمنان لکه یوسف، داوود، سلیمان، سکندر ذوالقرنین ….   علیهم السلام په ژوند کې ښودل شوي دي او نا ژمن واکمنان د فرعون، نمرود، عاد او ثمود په بڼه معرفي شوي دي.

ویلای شو چې، مومن واکمنان د خلکو دژوند، حیثیت، عقل، مال او دین ساتندویان او پالندویان دي.

مومن حاکمان د هېواد د پرمختیا له لارې هېوادوال او د هېوادوالو د متوازن انکشاف له لارې هېواد پالي، درواغژن او ناژمن حاکمان د هېوادوالو د پاللو په اړه اندېښنه او نقشه نه لري، هېواد پالنه د خپلو غلاوو او فسادونو لپاره پلمه او وسیله جوړوي،  غلا پخپل هېواد کې کوي او لګښت یې په ګڼو بڼو په نورو هېوادونو کې کوي.

درواغژنو او ناژمنو حاکمانو ته د هېواد خاوره هومره ګرانه ده څومره چې د چور او چپاول مخه ورته هواره وي، رښتېني او مومن حاکمان د خپلو هېوادوالو ستونزو او حللیارو، اړتیاوو او وړتياوو، په شاتګ او پرمختګ، کړاو او سوکالۍ، انسجام او ګډوډۍ ته حکایتونه، شکایتونه، طرحې وړاندیزونه، برنامې او مجلسونه، اندېښنې او منتج فعالیتونه لري.

رښتینې حاکمان د سپېڅلو قلموالو قلمونه، د هوښیارو انسانانو فکرونه، د هوډمنو شخصیتونو تصمامیم د هېواد او هېوادوالو د ګټو پر محور څرخوي، درواغژن او نا ژمن حاکمان تل د پردیو او اشغال په حاکمیت کې د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ او پرمختګ شیطاني خوبونه ګوري او پردي پاله دماغونه د هېواد د پرمختګ د سراب، شنه فصلونه او رڼه چینه ګڼي.

رښنتینې او مومن حاکمان د هېوادوالو د ستونزو د حل، د اړتیاوو د رژولو، د وړتیاوو د متوازنې ودې، د پرمختګ مخې ته د خنډونو په هوارولو، د کړاو د لاملونو په له منځه وړلو او د سوکالۍ د راوستلو او نورو بشري پرګنو سره د تفاهم او متبادلو ګټورو اړیکو او انسجام په اړه، کار، زیار او فعالیت لري.

داچې په نړۍ کې د هېوادپالنې د غوړو شعارونو سره  نږدې څلور سوه ملیونه ماشومان وږي دي؟ نوي سلنه بشري پرګنۍ د خواږه ژوند او عزتمن برخلیک له نعمته بې برخې دي؟ د یتمانو ژوند یې سپېره او د کونډو ژوند بې څوکه او د مظلومانو ژوند یې نا پوښتني دي؟ ملتونه يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو چارواکو د چور او چپاول په ترېشل کې دل دي؟ ښوونیز او روزنیز نصابونه د اړتیاوو د رژولو او وړتیاوو ته د ودې تومنه نه لري؟ د انسان، حیوان او نبات ژوند یو له بله ولې مرور او ګټې یې یو له بل سره په ټکر دي؟ د بشري پرګنو یو له بل په زیانمنولو کې خپله ګټه پلټي؟ انساني وړتیاوې یو د بل د پاللو پر ځای، پر ځپلو بوخت دي؟ دې ته ورته په زرګونو ناخوالې رامنځ ته شوي دي چې لامل یې شعارچي او غله، ناژمن او درواغژن حاکمان دي، چې د هېوادوالو د هډوکو په شپېلولو هم نه مړېږي او د دوې په خولو، وینو او اوښکو يې عقده نه سړېږي.

موږ د ددغسې موضوعاتو تحلیلي او علمي شننې ته ژمن ليکوال او مؤمن قیادتونه غواړو، چې ستونزې مو ورژوي او د پرمختګ مخې ته مو خنډونه لرې او د عمل په ډګر کې هېواد ښېرازه او هېوادوال هوسا کړي.

له خواخوږو قلموالو او عزتمنو پوهانو څخه په دې اړه داسې یاري او همکاري غواړو، چې د هېوادوالو د خزان سپېره لاسونه راته بهارکړي، نهېلې زړونه هیله من او لوېدلې زړونه شاهینانه الوتنې ته چمتو او په سپېرو دښتو کې د بهار شنه بخملونه وغوړوي، بشري پرګنۍ د عزت پر ټغر په درنښت کېنوي، د ذلت لاملونه او عاملین په نښه او له صحنې يې وباسي، پوهه پر ناپوهۍ، روغتیا پر ناروغۍ، مینه پر کرکه، عدالت پر ظلم، شفقت پر وحشت او جامعیت پر تبعیض ځواکمن کړي.

د هوسا هېواد جوړول د هغو درواغژنو او نا ژمنو خلکو کار نه دی چې ملي شمتني دلته لوټوي او بهر کې پرې نخرې او ګناهونه کوي، له ولسونو څخه د ژوندانه امکانات لوټوي او بهر کې ورباندې نخرې او ګناهونه کوي.

همداسې چې هېواد د ټولو هېوادوالو ګډ کور دی همداسې ودانول یې هم د یو کس کار نه دی، تر هغه چې هېوادوال له مومن او ژمن حاکم نظام سره لاس یو نه کړي او لاس په کار نه شي، هر یو د خپل تخصص په مټ په پوره تعهد کار ونه کړي او زیار ونه ګالي  یا په بله ژبه هر هېوادوال خپله برخه کار د هېواد په مادي او معنوي رغوونه کې مشخص او په منتجه بڼه یې ترسره نه کړي هېواد نه جوړیږي.

که هېوادو جوړول او د هېوادوالو پرمخ وړل غواړو باید هېوادوالو کې کاري ظرفیتونو ته وده ورکړو او کاري فرصتونه ورته برابر کړو، ځکه درواغژن سیاستوال خپل ولس کړتن او د زنده باد او مرده باد ماهرین روزي، دومره یې مړژواندی ساتي چې د دوې اوتو بوتو ته لاسونه وپړکوي او په نه کار د یوې مړۍ ډوډۍ په بدل کې دوې وستايي، یا د دوې په ستاینه او غندنه کې خپل وخت، وړتیا او امکانات ضایع کړي.

مومن او ژمن حاکمان داخلي طبیعي منابع د خپلو هېوادوالو د بشري منابعو د متوازنې ودې او انکشاف له لارې استخراجوي او استخداموي. د دوامدارې بسیایینې لپاره تولیدي اوږودمهالې برنامې د سکندر د دېوال غوندې داسې فولادي دېوال رامنځ ته کوي چې یاجوج او ماجوج يې د کور د تالان او اشغال په موخه مات نشي کړای.

الحمدلله، افغانستان د طبيعي او بشري منابعو له پلوه دومره غني دی چې د پرمختګ ۹۵٪ طلايي فرصتونه لري، فقط چې افغانانو ته عقلي، روحي او جسمي ودې مخه په علمي او معیاري بڼه رامنځته، تحصیلي او تعلیمي کچه با کیفیته او د کمیت له پلوه پرمختللې کړو، د اسلام د اساسي لارښوونو پر بنسټ له تبعیض پرته د انسان، حېوان او نبات لپاره د هر اړخېزې ودې مخه هواره کړو، بیا به په رڼا ورځ افغان ولس نورو ولسونو ته د صلحې او مینې، د پرمختګ او سوکالۍ کوربه، خیرات ورکوونکی، پرځان بسیا لارښود او مربي شي.

راځئ چې لاس په کار شو، راځئ چې لاس په کار شو.

د اباد افغانستان او پر ځان بسیا افغان د لیدو په هیله

ستاسو ورور مولوي محمدناصر حلیمي

Share this post

جواب دهید