کورنی

کورنی

شرعي نکاح، د خاوند او مېرمنې ترمنځ مينه، رحم او ډاډ رامنځته کول او د اولادونو د عقلي، جسمي او روحي پالنې لپاره د ژمن او پالندوی پلار، مور او کورنۍ شتون، زامنو ته پخپل وخت ودونه کول او نجونې پخپل وخت ودول، کورنی هدایت دی ؛ ځکه رسول الله له بې واده زړښته الله تعالی ته پناه غوښتې.

«عَنْ عَلِيٍّ، رضي الله عَنْهُ قَالَ: كَانَ رسول الله ﷺ يَتَعَوَّذُ مِنْ خَمْسٍ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ بوارِ الْأَيِّمِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الدَّجَّالِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ».

(له علي رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله له پنځو شیانو څخه الله تعالی ته پناه وړله: ای الله تعالی د دښمن له غلبې پناه دروړم، ای الله تعالی د پور له زیاتوالي پناه دروړم، ای الله تعالی له نا واده زړښته پناه دروړم، ای الله تعالی د دجال له فتنې پناه دروړم، ای الله تعالی د قبر له عذابه پناه دروړم).

د بنو ترمنځ مینه او خواخوږي وي، دواړه د خاوند، یو د بل د اولادونو پالندویانې وي، د حسد او رخې جرړې له زړونو، کور او کلي وباسي او دا کارونه د تطبیقي دین له لارې شوني دي. خاوند د دواړو ترمنځ عدالت وکړي او دواړه په مینه، زغم او
هوښیارۍ وپالي.

کشره مېرمن د مشرې اولادونه ځان ته ستره پانګه وګڼي، د هغوی په روزنه او پالنه کې، مشره د کشرې د اولادونو په پالنه کې د سکه مهربانې مور ونډه واخلي.

متاسفانه د کورني نظام آیتونه او احادیث هم په میداني بڼه د تحلیل او تشخیص ډګر ته نه د ی راوتی، همدا لامل دی چې کورونه د تاوتریخوالي کرغېړن انځورونه دي.

د کورني هدایت په اړه باید موږ داسې ژوند بښانده کتابونه لیکلي او داسې علمي کادرونه د قرآن او سنت په اړه مو روزلي وای چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک زموږ چم ته زدکړې ته راتللی، اوس هم دا کار شونی او مهم دی چې تر دکتورا کچې پورې پانګوونه پرې وکړو، هغه قرآني آیتونه او نبوي احادیث چې د کورني نظام د جوړښت او سمبالښت په اړه راغلي د تطبیق او نتیجې پر محور داسې آسانه تګلارې ورته وضع کړو چې کورونه د مینې، مهربانۍ او ډاډ مرکزونه شي، کورنی نظام د سیاسي او اجتماعي نظام واړه انځورونه دي کورنۍ چې سالمه او عالمه شي ټولنه خپله د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د بسیا کېدنې، پراختیا او پرمختیا بېلګې ګرځي.

په زرګونو داسې شخصیتونه باید ولرو، چې د علمي او عملي تفسیر ترڅنګ په کورني نظام کې دکتورا ولري، متاسفانه موږ لا د کورني نظام په اړه د یو متعادل او ګټور نصاب لړلیک نه لرو.

Share this post

جواب دهید