کورنۍ شخړې او جنجالونه
کورنۍ شخړې او جنجالونه
کورنۍ شخړې او جنجالونه د نسلونو د ورکاوي بنسټ دی. د امیندوارې مور خپګان او وېره د مور په نس کې ماشوم ځپي. د موسی علیه السلام مور حامله ده، الله تعالی ورته وايي: «وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي».[1](مه ډارېږه او مه خپه کېږه).
امیندوارې او تي ورکوونکې چې په خوار ځواکۍ اخته وي ماشوم يې له ګڼو او راز راز ناروغیو سره مخ کېږي. مریم اميندواره ده الله تعالی ورته د ښه خوراک، ښه څښاک او هوسا ژوند توصیه کوي:«فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا». [2] (ښه خوراک کوه، ښه څښاک کوه او زړه خوشحاله ساته).
که په ټولنه کې مور له وېرې او خپګان څخه وژغورل شوه د ښه خوراک، ښه څښاک او خوشحاله ژوند مخه ورته هواره شوه نو داسې تاريخ سازه نسل منځته راځي چې عقل، روح او جسم يې بشري نړۍ له کړکېچه ايستلای شي.
[1]. القصص: ۷.
[2]. ال عمران :۲۶.
جواب دهید
ببخشید، برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید